IQNA

یحیی السنوار د شهید اسماعیل هنیه  جانشین شو

6:54 - August 07, 2024
د خبر لمبر: 3489656
ایکنا -د فلسطین د اسلامی  مقاومتي غورځنګ حماس  په اعلامیې کې د شهید  اسماعیل هنیّه د جانشین او ددغه غورځنګ دسیاسی  دفتر د نوي مشر په توګه د یحیی السنوار د ټاکل کیدا خبر ورکړی دی.

ا یکنانیوز  عربی ۲۱ له قوله راپور راکړ، د فلسطین اسلامی مقاومتي غورځنګ  حماس په نهایت کې له څو ورځو مشورو وروسته پرون په یوې اعلامیې کې  اعلان کړی چې یحیی سنوار  ددغه   غورځنګ د سیاسی دفتر د نوي مشر او د شهید اسماعیل هنیّه  دجانشین په توګه ټاکل شوی دی.

یحیی السنوار یو هغه فلسطینی پوځي قوماندان دی چې په غزې تړانګې کې د فلسطین د اسلامی مقاومتي غورځنګ  د کار له پیلیدا راهسې د حماس غورځنګ له پوځي  برخې عزالدین  قسام  کنډکونو سره یو ځای شوی  او اوس ئې  یو مشر دی.

السنوار  دهغه رول په دلیل چې په کمانډوئي  عملیاتو کې ئې لري، د صهیونیسټي وحشي رژيم د ترور په لیسټ کې یو ترټولو زیات تعقیبیدونکی  کس حسابیږي.

یحیی ابراهیم  حسن  السنوار  د ۱۹۷۵کال د ستمبر په شپاړسمه نیټه د غزې تړانګې په جنوب کې په خان یونس ښار کې د کډوالو په کیمپ کې زیږیدلی  او تراوسه پورې  د خپل ټاټوبی د بیرته اخستو په تکل کې  د فلسطین د مظلوم ولس د سترګو ت ور  ګرځیدلی دی. 

https://iqna.ir/fa/news/4230536

captcha